Pashto translation

د پناغوښتونکو لپاره یادښت په نظامي حالت، اضطراري حالت او د غمیزو د مدیریت پرمهال د پناغوښتنې د طرزالعملونو په اړه

تاسو په لېتوانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده چې له مخې یې ادعا کېږي چې نه شئ کولای د عدلي څار، جګړې او تاوتریخوالي له مله خپل هېواد ته ستانه شئ.  له هغه راهیسې چې تاسو د پناه غوښتنه کړیې، تاسو ته د یوه پناغوښتونکي په سترګه کتل کېږي تاسو د یوه پناغوښتونکي په حیث ګڼ شمېر حقوق او مسؤلیتونه لرئ چې له مخې یې اړ یاست ترڅو د لیتوانیا جمهوریت اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی ولرئ.  لیتوانیا دمګړۍ د کډوالۍ د مخ په زیاتېدونکي بهیر له وجې بیړنی حالت تجربه کوي، نو دغه لاښود تاسو ته په نظامي حالت، بیړني حالت او د غمیزې پرمهال د پناغوښتنې د طرزالعملونو په اړه مهم معلومات وړاندې کوي.

 مهم موارد:  په دغه یادښت کې مندرجه معلومات د نافذه قوانینو مطابق چمتو شوي.  قوانین او مقررات کېدی شي د وخت په تېرېدو سره تعدیل او ضمیمه شي.  که چېرې کومه پوښتنه لرئ، د کډوالو چارو د ریاست له مسؤلینو یا قاضي څخه چې کولای شي د پناغوښتنې د طرزالعملونو او همدارنګه ستاسو د حقوقو او مسؤلیتونو په اړه نور معلومات درکړي پوښتنه وکړئ.

چېرې او څنګه کولای شم د پناه غوښتنه وکړم؟

 په نظامي حالت، بیړني حالت او د غمیزو د مدیریت پرمهال کولای شئ د پناه غوښتنه وکړئ:

  1. په مرزي تلاشیو یا ترانزیتي زونونو کې - د ایالت د مرزي ګارد خدماتي ادارې ته؛
  2. لېتوانیا ته په قانوني ډول د داخلېدو په صورت کې - د کډوالو ریاست ته؛
  3. په یوه بهرني هېواد کې - د لیتوانیا جمهوریت دیپلوماتیک معموریت یا قنسلګریو ته (دمګړۍ کولای شئ یوازې په بېلاروس کې د لیتوانیا جمهوریت په قنسلګرۍ کې د پناغوښتنې لپاره وړاندیز وکړئ).

که چېرې تاسو د پورتنیو شرائطو مطابق پناغوښتنې ته وړاندیز و نه کړئ، نو د نافذه قوانینو مطابق به ستاسو غوښتنلیک و نه منل شي، خو د پناغوښتنې طرزالعمل یا طی مراحل کول به تاسو ته تشرېح شي.

 که چېرې تاسو په غیر قانوني ډول له پولو څخه اوښتي یاست، د ایالت د سرحدي ګارد خدماتي اداره به دا پرېکړه وکړي چې آیا ستاسو غوښتنلیک ستاسو متوجه ګواښونو یا نورو فردي شرائطو ته په کتو سره ومني که رد یې کړي.

 د پناه لپاره د غوښتنلیک فورم وړیا دی او دغه فورم باید په فزیکي ډول اړونده ادارې ته وسپارل شي، او یا هم د کورنۍ مشر غړی کولای شي دغه فورم د کورنۍ د کوچنيو غړيو په وکالت یادې ادارې ته وسپاري. ستاسو پناغوښتنه کېدی شي په شفاهي یا کتبي ډول وي، خو دا مهمه ده چې په هغې کې ستاسو د پناغوښتنې اصلي موضوع او ستاسو معلومات ددرج شویې وي: لکه ستاسو نوم، د زېږېدو نېټه او نور هغه معلومات چمتو کړئ چې تاسو یې لرئ

ستاسو د پناغوښتنې د طی مراحل کولو مسؤلیت څوک لري؟

په لیتوانیا کې د پناغوښتنه مطلقا پدې مانا نه ده چې ستاسو د پناغوښتنې وړاندیز به هرو طی مراحل کېږي. که چېرې ستاسو د کورنۍ غړي - لکه ستاسو ښځه، کوچني ماشومان، ستاسو مور یا ستاسو پلار - چې په اروپایي هېواد کې استوګنه کوي، یا دا چې که چېرې تاسو له یوه داسې اروپایي هېواد څخه را رسېدلي یاست چې هلته مو پنا غوښتنه کړې ده، یا دا چې له پخوا داسې یوه وېزه یا یو د اوسېدو جواز لرئ چې د یاد هېواد لخوا صادره شویې وي، نو پدې صورت کې اړونده اروپایي هېواد کولای شي ستاسو د پناغوښتنې د څېړلو مسؤلیت ولري. په دې صورت کې، د مهاجرینو ریاست کولای شي پرېکړه وکړي چې ستاسو د پناغوښتنې وړاندیز رد او بل هغه اړونده اروپایي هېواد ته یې واستوي چې ستاسو د پناغوښتنې د څېړلو مسؤلیت لري. دا مهمه ده چې تاسو د خپلې کورنۍ د ټولو هغو غړیو په اړه معلومات ورکړئ چې له وقفې پرته په اروپایي هېوادونو کې ژوند کوي، ترڅو مخکې له دې چې ستاسو د پناغوښتنې عریضه واخیستل شي، ستاسو د پناغوښتنې لپاره د مسؤل هېواد د تشخیص کولو طرزالعمل بشپړ شي. 

 که چېرې ستاسو د کورنۍ غړي په کوم بل اروپایي هېواد کې ژوند کوي، نو ستاسو او ستاسو د کورنۍ ترمنځ کورنۍ سره د بېرته یو ځای کېدو لیکلی توافق باید د کډوالو ریاست/ادارې ته وسپارل شي ترڅو په اروپایي هېواد کې ستاسو د پناغوښتنې لپاره مسؤل هېواد مشخص شي.

 که چېرې ستاسو د پناغوښتنې دوسیه لاهم په لیتوانیا کې تر څېړنې لاندې ده، نو پدې صورت کې به د کډوالو ریاست ستاسو د پناغوښتنې د دوسیې ارزونه وکړي.

کله او څنګه کولای شم په لیتوانیا کې د پناغوښتنې لپاره ځپل دلیلونه وړاندې کړم؟

کله چې تاسو د پناغوښتنې لپاره وړاندیز کوئ، نو یو متخصص یا یو لوړپوړی چارواکی به له تاسو څخه اولیه مرکه اخلي، له تاسو څخه به شته معلومات راټولوي او ستاسو تصویر او د ګوتو نښې به اخلي. له دغې مرکې څخه موخه دا ده ترڅو ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړیو، ستاسو د راتلو د مسیر او هغو اړینو اسنادو او د پناغوښتنې لپاره د مؤجه لاملونو په اړه معلومات راټول کړي چې له مخې یې ستاسو د پناغوښتنې لپاره مسؤل هېواد مشصېږي.

مخکې له دې چې د پناغوښتنې په اړه پرېکړه وشي، د کډوالو له ریاست څخه یو متخصص له تاسو څخه اولیه مرکه اخلي ترڅو تاسو ته یو داسې ملاقات تنظیم کړي چې له مخې یې ستاسو د پناغوښتنې لاملونه په تفصیل سره تشرېح او تاسو ته هغه ضمني اسناد چمتو کړي چې پخوا مو نه درلودل او د پناغوښتنې لپاره ستاسو له ثبوتونو څخه ملاتړ کوي. مرکې محرمې دي او معلومات به د عامو خلکو او ستاسو د هېواد د چارواکو سره شریک نه شي. د کډوالو چارو ریاست او نورې عامه ادارې، قاضیان او ترجمانان نه شي کولای د معلوماتو د محرم ساتنې د قوانینو له مخې دغه معلومات چاسره شریک کړي. د متخصص لپاره ټول هغه معلومات چې تاسو یې چمتو کوئ اړین دي او د یادو معلوماتو له مخې ستاسو د پناغوښتنې د دوسیې ارزونه کوي ترڅو د دغو معلومات له مخې اړونده شرائط پوره او دا پرېکړه وکړي چې آیا د پناغوښتنې لپاره ستاسو ادعا مؤجه ده که څنګه.   د مرکې پرمهال:

  • واضح کړئ چې په خپل هېواد کې د کوم ډول ګواښ سره مخ یاست او وجه یې څه ده؛
  • د پناغوښتنې د دوسیې د مسؤل سره مرسته وکړئ او ټول جریان ورته بیان کړئ. د کډوالو ریاست کولای شي د غوره او مناسبو ثبوتونو په صورت کې پدې اړه اقدامات او قانوني پرېکړې وکړي؛
  • هیله کوو هر څومره ژر چې کولای شئ ټول هغه اسناد او نور اړونده ثبوتونه وړاندې کړئ چې د پناغوښتنې په برخه کې ستاسو د دوسیې سره مرسته کوي (لکه برېښنایي فورم). که چېرې تاسو نه شئ کولای اړونده اسناد چمتو کړئ، نو د کډوالو ریاست به هغه شرائط او اسناد و ارزوي چې تاسو وړاندې کړي دي او کولای شي ستاسو د پناغوښتنې د اعطا پرېکړه وکړي، دا چمتو کړي چې سوابق مو مشرح، بشپړ او د کډوالو ریاست لخوا د راټولو شویو معوماتو مطابق دی؛
  • په له مخکې تنظیم شویو مرکو کې ګډون کول؛
  • که چېرې تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئه هغه شرائط بیان کړئ چې تاسو ورته اشاره کړې ده.

که چېرې تاسو د مهاجرینو د ریاست لخوا د خپلې پناغوښتنې د دوسیې د څېړلو په برخه کې مرسته و نه کړئ، په مرکه کې ګډون و نه کړئ، په مرکه کې مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې نه کړئ، د خپلې پناغوښتنې د دوسیې د څېړنې لپاره اړین معلومات او اړونده اسناد پټ کړئ، د خپلې پناغوښتنې د دوسې لپاره د معلوماتو په راټولولو کې پاتې راشئ، نو د کډوالو ریاست حق لري چې ستاسو د اعتبار په اړه شک پیدا کړي او ستاسو د پناغوښتنې په اړه د رد پرېکړه وکړي.

آیا زما د مرکې پرمهال به ترجمان یا ژباړن موجود وي؟

که چېرې اړتیا وه، ترجمان باید په ټولو مرکو کې حاضر وي. د مرکې پرمهال:

  • ډاډ ترلاسه کړئ چې د ترجمان په اړه په سمه توګه پوه شوي یاست. که چېرې تاسو د ترجمان په اړه معلومات نه لرئ، نو دا موضوع باید د مرکه اخیستونکي سره شریکه کړئ.
  • د ترجمان یوازینۍ دنده دا ده چې له شخصي نظریاتو پرته ستاسو او د مرکې اخیستونکي خبرې ترجمه کړي.
آیا زما د مرکې پرمهال به قاضي موجود وي؟

د مرکې پرمهال تاسو حق لرئ چې د قاضي یا وکیل غوښته وکړئ ترڅو تاسو ته وړیا حقوقي مرسته یا مشوره وړاندې کړي. که چېرې تاسو د مرکې پرمهال قاضي یا وکیل ته اړتیا لرئ، نو تاسو باید دا موضوع د مرکې اخیستنې د افسر یا متخصص سره شریکه کړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ له مخکې د ایمېل teisines.paslaugos@migracija.gov.lt له لارې په مرکه کې د وکیل د حضور غوښتنه وکړئ (کله چې د ایمېل له لارې غوښتنه کوئ ترڅو ستاسو د ILTU کود تشخیص شي او تاسو سره د هوئت په برخه کې مرسته وکړي) او یا هم کولای شئ خپله غوښتنه په فزیکي ډول د خپل استوګنیز مرکز رسمي مسؤل یا کارکوونکي ته وسپارئ.

 همدارنګه وړیا حقوقی مرسته د لیتوانیا د سره صلیب د حقوقي ټیم له لارې د لاسرسي وړ ده (پدې اړه د اړیکو معلومات د لارښود په پای کې درج شوي دي).

 تاسو کولای شئ په خپله خوښه او خپلو مصارفو باندې ځان لپاره په مرکه کې د حضور په موخه وکیل استخدام کړئ. که چېرې تاسو غواړئ وکیل مو په مرکه کې حضور ولري، نو د کډوالو ریاست ته له مخکې پدې اړه خبر وکړئ.

په مرکه کې ستاسو ګډون او د کډوالو ریاست ته د پناغوښتنې لپاره د بشپړو معلوماتو چمتو کول یوه اساسي موضوع ده، حتی که قاضي یا وکیل هم حضور ولري.

آیا د پناغوښتنې د دوسیې د ارزونې پرمهال اضافي څېړنې یا تحقیق ته اړتیا شته؟

کډوالو ریاست ښائي ستاسو د عمر یا کورنۍ سره د هغو غړیو په اړه د شک په صورت کې د سن د تثبیت په موخه د یوې آزموینې یا د DNA ټېسټ غوښتنه وشي، چې تاسو سره ژوند کوي او یا هم په لیتوانیا کې ژوند کوي. دغه آزموینې یوازې ستاسو د موافقې په صورت کې ترسره کېدی شي.

 که چېرې ستاسو د پناغوښتنې شرائط د هغه فزیکي تاوتریخوالي له امله تسهیل شوي وي چې تاسو یې له امله رنځېدلي یاست، د کډوالو ریاست کولای شي ستاسو د موافقې په صورت کې د طبي معاینې غوښتنه وکړي. معاینه مهمه ده ځکه پدې سره به د هغه تاوتریخوالي پتېینه وشي چې تاسو سره پخوا شوی و. که چې د کډوالو ریاست د طبي معاینې د ترسره کولو غوښتنه نه کوي، او تاسو پدې باور یاست چې د دغې معاینې ترسره کول به ستاسو د دوسیې سره مرسته وکړي، نو تاسو دا حق لرئ چې یاده معاینه په خپله خوښه او خپل لګښت سره ترسره او پایلې یې د کډوالو ریاست ته وسپارئ.

زما د پناغوښتنې د دوسیې په اړه څوک او څنګه تحقیق کوي؟

د کډوالو ریاست د پناغوښتنې دوسیه څېړي. مخکې له دې چې پدې اړه پرېکړه ترسره شي بشپړ، خپلواک او الزامي تحقیقات ترسره کېږي. د دغې پروسې په جریان کې به د کډوالو ریاست ستاسو لخوا چمتو شوي معلومات و څېړي، همدارنګه ستاسو د هغو شرائطو په اړه به اضافي معلومات راټول کړي چې تاسو ورته د خپلې دوسیې پرمهال اشاره کړې وه. د هر ډول اړینو معلوماتو له راټولو وروسته به د کډوالو ریاست ارزونه وکړي چې آیا ستاسو موجوده شرائط کولای شئ ستاسو پناغوښتنه تضمین کړي، همدرانګه هغوی به پدې اړه یوه کتبي پرېکړه ترسره کړي. تاسو ته به د کډوالو ریاست لخوا ستاسو د پناغوښتنې په اړه د ترسره شویې پرېکړې په اړه خبر درکړي. په پرېکړه کې باید د تصمیم نیونې اړونده ټول حقیقي او حقوقي لاملونو ذکر شوي وي او د اړتیا په صورت کې د استیناف غوښتنې په اړه معلومات چمتو شوي وي.

له مرکې مخکې، وروسته او د مرکې په جریان کې کولای شئ اسناد او نور ثبوتونه چمتو کړئ ترڅو ستاسو د پناغوښتنې په دوسیه کې درج شوي حقائق تثبیت او حمایه کړي. کولای شئ خپل ثبوتونه د کډوالو ریاست ته د info@migracija.gov.lt ایمېل له لارې تسلیم کړئ (کله چې خپله غوښتنه د ایمېل له لارې مطرح کوئ، مهرباني وکړئ خپل د ILTU کود ته چې ستاسو د هوئیت تثبیت کوي اشاره وکړ).

زما د پناغوښتنې پروسه به څومره وخت ونیسي؟

د پناغوښتنې دوسیې کېدی شي په عام ډول یا بیړنۍ توګه پروسې یا طی مراحل شي.

 د بیړنو طی مراحل کولو له مخې د پناغوښتنې دوسیه باید په 10 کاري ورځو کې وڅېړل شي، خو په عام ډول د طی مراحل کولو له مخې بیا باید د پناغوښتنې دوسیه له عریضې یا غوښتنلیک وروسته په 6 میاشتو کې وڅېړل شي. د نظامي، بیړنیو شرائطو او د غمیزو د مدیریت پرمهال، د کډوالو ریاست هڅهړکوي چې د پناغوښتنې دوسیې په ممکنه ژر فرصت کې وڅېړل شي.

ولې د پناغوښتنې دوسیې په څېړلو کې وقفه رامنځ ته کېږي؟

تاسو باید د خپلې پناغوښتنې د دوسیې څېړنې پرمهال په لیتوانیا کې حضور ولرئ. که چېرې تاسو پداسې حال کې لیتوانیا ترک کړئ چې د پناغوښتنې دوسیه مو د طی مراحل کولو په جریان کې وي، یا که چېرې د کډوالو ریاست و نه شي کولای د ځینې نورو لاملونو له وجې په 72 ساعتونو کې تاسو سره اړیکه ونیسي، نو پدې صورت کې به ستاسو د پناغوښتنې دوسیه پای ته رسي.

 که چېرې تاسو دا پرېکړه کوئ چې د کډوالو ریاست د پرېکړې لپاره په تمه نه پاتې کېږئ، نو لیتوانیا ترک کړئ او په کوم بل اروپایي هېواد کې د پنا غوښتنه وکړئ، دغه هېواد به ستاسو د ګوتې نښې ته چې په لیتوانیا کې ثبت شوې وه په کتو سره تاسو بېرته لیتوانیا ته واستوي ترڅو هلته ستاسو د پناغوښتنې دوسیه وڅېړل شي.

کله او څنګه کولای شم له خپلې پناغوښتنې څخه لاس په سر شم؟

 که چېرې تاسو نه غواړئ په لیتوانیا کې مو د کډوالۍ دوسینه دوام وکړي، کولای شئ په هر وخت کې کډوالو ریاست ته د:  info@migracija.gov.lt ایمېل له لارې د یوې کتبي خبرتیا په ورکولو سره هر وخت چې خوښه مو ويله دغې پروسې سره بایکاټ وکړئ.  په دې صورت کې به ستاسو د پناغوښتنې دوسیه طی مراحل نه شي او تاسو باید خپل اصلي هېواد ته ستانه شئ.

د پناغوښتنې د دوسیې تر څېړلو وروسته کډوالو ریاست کومې پرېکړې ترسره کولای شي؟

لیتوانیا دوه ډوله پنا ورکوي: د مهاجرت حالت او د مرستو له لارې مصؤنیت ورکول.

  • د مهاجرت حالت هغو پناغوښتونکو لپاره اطلاق کېدی شي چې په خپل هېواد کې د توکم، دین، قومیت، په مدني ټولنو کې د غړیتوب یا سیاسي لیدلوري جلا وطنۍ، خپل اصلي هېواد کې د عدم مصؤنیت له امله د عدلي تعقیب سره مخ وي، یا هغه کسان چې له خپل اصلي هېواد څخه د باندې دي او نه شي کولای د پورته ذکر شویو ګواښونو له امله خپل هېواد ته ستانه شي.
  • د مرستو په واسطه مصؤنیت د هغو پناغوښتونکو لپاره اهدا کېږي چې له خپل اصلي هېواد څخه د باندې دي او نه شي کولای د لاندې ګواښونو له امله خپل هېواد ته ستانه شي: 1) کله چې هغوی د شکنجې، ناوړه یا ظالمانه چلند او غیر انساني چلند له امله د ګواښ سره مخ وي؛ 2) کله چي هغو ته د اعدام یا کومي بلي شدیدي جزا ګواښ متوجه وي؛ 3) کله چې د هغوی ځان او روغتیا، خوندیتوب او آزادۍ ته د یوې داخلي یا نړیوالې شخړې له امله په ځانګړي ډول جدي ګواښ متوجه وي.

همدارنګه د کډوالو ریاست کولای شي داسې پرېکړه وکړي چې له مخې یې تاسو ته په لیتوانیا کې پنا در نه کړل شي. په داسې مواردو کې به تاسو اړ واست چې خپل اصلي هواد ته ستانه شئ. که څه هم په ځینې مواردو کې، که چېرې ستاسو د پناغوښتنه رد کېږي، د کډوالو ریاست بیا هم کولای شي پرېکړه وکړي چې تاسو ته په لیتوانیا کې د مؤقتې استوګنې داسې مجوز درکړي چې په پناغوښتنه پورې تړاو و نه لري. دا ډول پرېکړه په هغه صورت کې کېږي کله چې پناغوښتونکي اړونده شرائط نه شي پوره کولای، خو پناغوښتونکی یو بې سرپرسته کوچنی وي چې بهرني هېواد ته نه وي استول شوی، نه شي کولای د بشري ملحوظاتو له امله لیتوانیا هېواد ترک کړي (د مثال په ډول، پناغوښتونکی نه شي کولای بل بهرني هېواد ته ستون او لیتوانیا ترک کړي (لکه یو ناروغ پناغوښتونکی)، یا دا چې پناغوښتونکی له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې له امله کوم بل بهرني هېواد ته ستون او لیتوانیا ترک کړي (د مثال په ډول، کله چې د کډوالو ریاست ته دا معلومات کېږي چې د پناغوښتونکي آزادي په خطر کې ده او خپل اصلي هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د تاوتریخوالي د ګواښ سره مخ دی).

 کله چې ستاسو د پناغوښتنې د رد یا قبولۍ په اړه پرېکړه کېږي، نو تاسو ته باید د پرې کړې په اړه خبر او په خپله مورنۍ ژبه د پرېکړه لیک یوه کاپي په واک کې درکړل شي. په پرېکړه کې باید د تصمیم نیونې اړونده ټول حقیقي او حقوقي لاملونو ذکر شوي وي او د اړتیا په صورت کې د استیناف غوښتنې په اړه معلومات چمتو شوي وي.

کله چې د کډولو د ریاست لخوا زما د پناغوښتنه په اړه د رد پرېکړه کېږي، نو زه څه کولای شم؟

کله چې د کډوالو ریاست لخوا ستاسو د پناغوښتنې د رد پرېکړه کېږي، کولای شئ د پرېکړې پروړاندې د استیناف غوښتنه وکړئ. کله چې مسؤل چارواکی یا کارکوونکی تاسو ته د پرېکړې په اړه خبر درکوي او تاسو د پرېکړې په اړه مخالفت کوئ، نو مهرباني وکړئ پدې اړه مسؤل چارواکي یا کار کوونکي ته ووایئ چې تاسو د دغې پرېکړې په اړه اعتراض لرئ او غواړئ پروړاندې یې د استیناف غوښتنه کوئ او هیله لرئ چې د ایالتي ادارې د وړیا حقوقي مرستې له امتیازاتو استفاده (لکه د وکیل مرسته چې د استیناف غوښتنې په صورت کې د ایالتي ادارې لخوا ورکول کېږي)، استفاده کوئ. وړیا ایالتي مرستې یعنې دا چې ستاسو لپاره ټاکل شوی مسؤل به محکمې ته ستاسو شکایت چمتو کوي او تاسو به د استیناف محکمې استماعیه غونډې ته رسوي. همدارنګه تاسو کولای شئ په خپله خوښه او خپلو مصارفو باندې ځان لپاره وکیل ونیسئ ترڅو د کډوالو ریاست د پرېکړو پروړاندې د استیناف غوښتنې په استماعیه ناستو کې ګډون وکړي.  په دې صورت کې به تاسو و نه شئ کولای د ایالتي ادارې حقوقي مرسته ترلاسه کړئ. که چېرې نظامي حالت، بیړنی حالت او د غمیزو مدیریت په لاره اچول شوی وي، نو د کډوالو ریاست لخوا ترسره شویې پرېکړه باید په د پرېکړې د صدور له نېټې وروسته په 7 ورځو کې د ننه تعدیل شي. دا چې د پناغوښتنې دوسیې معمولا په محکمه کې په شفاهي ډول څېړل کېږي، نو تاسو به دا فرصت ولرئ چې په استماعیه ناسته کې حضور ولرئ او خپل نظر وړاندې کړئ. محکمه کولای شي د پناغوښتنې دوسیه د نویو آزموینو یا د استیناف غوښتنې د تائیدۍ په صورت کې بېرته د کډوالو ریاست ته واستوي.

 که چېرې محکمې د پرېکړې د اعلان پرمهال ستاسو استیناف غوښتنه تائید نه کړه او تاسو د پرېکړې په اړه اعتراض درلود، نو تاسو باید دا موضوع د خپل وکیل سره چې ستاسو استازیتوب کوي او تاسو ته هغو پرېکړو په خبر درکوي چې تاسو یې په اړه اعتراض لرئ، شریکه کړئ، او همدارنګه هغوی ته دا هم ووایئ چې تاسو غواړئ له خپل هغه امتیاز څخه ګټه پورته کړئ چې د اعتراض درلودلو په صورت کې د ایالتي ادارې لخوا د حقوقي مرستې په برخه کې ورکول کېږي. همدارنګه تاسو کولای شئ د پرېکړې په اړه خپل اعتراض او دا چې تاسو غواړئ د ایالتي ادارې له حقوقي مرستې استفاده کوئ، د teisines.paslaugos@migracija.gov.lt ایمېل له لارې هم وسپارئ (کله چې د ایمېل له لارې اړیکه نیسئ، د خپل هغهILTU کود نه استفاده وکړئ چې ستاسو په معرفت کې مرسته کوي).   همدارنګه پدې برخه کې کولای شئ له خپل هغه وکیل څخه استفاده وکړئ چې په خپل شخصي لګښت مو د پرېکړې پروړاندې د اعتراض په موخه ځان ته ګومارلی دی. استیناف غوښتنه باید د محکې له پرېکړې وروسته په 14 ورځو کې د ننه د لیتوانیا د سترې محکمې د قوانینو مطابق وشي. د لیتوانیا ستره محکمه کولای شي دا پرېکړه وکړي چې دوسیه د بیا ارزونې یا د استیناف د دفعې په موخه بېرته د کډوالو ریاست ته ارجاع کړي.  که چېرې ستاسو شکایت نه منل کېږي، نو دا ډول پرېکړه باید نهایي وګڼل شي او د استیناف په موخه نوره و نه ارزول شي. په داسې مواردو کې به تاسو اړ واست چې خپل اصلي هواد ته ستانه شئ.

سیمه ئیزه محکمه باید استیناف غوښتنه ومني او د استیناف غوښتنې د ورود له نېټې وروسته په 2 میاشتو کې پرېکړه صادره کړي، همدارنګه د لیتوانیا ستره محکمه هم باید استیناف غوښتنه ومني او د استیناف غوښتنې د ورود له نېټې وروسته په 1 میاشت کې د ننه خپله پرېکړه صادره کړي.

که چېرې تاسو ته د حکومت لخوا تضمین شوې مرسته درکړل شوې وي، اړتیا نه لرئ خپل وکیل ته چې ستاسو وکالت کوي پیسې ورکړئ. هغه به تاسو ته هرڅه له پیسو پرته ترسره کوي او نه شي کولای تاسو نه د اضافي پیسو غوښتنه وکړي. که چېرې د حکومت لخوا ګومارل شوی قاضي له تاسو څخه د خدماتو په بدله کې د اضافي پیسوغوښتنه کوي، مهرباني وکړئ د کډوالو چارو ریاست سره د pranesk@migracija.gov.lt ایمېل له لارې  په اړیکه کې شئ.

ولې او په کومو شرائطو کې زما تګ او راتګ باندې محدودیت وضع کېږي؟

که چېرې نظامي حالت، بیړنی حالت یا د غمیزو د مدیریت حالت اعلان شوی وي، دا باید ومنل شي چې د هغو پناغوښتونکو راتګ چې د پناغوښتنې دوسیې یې په بیړني توګه څېړل شوي دي، باید داسې فرض کړای شي چې د لیتوانیا په خاوره کې یې اعتراف نه دی کړی او د هغوی په تګ راتګ باید محدودیت وضع شي. په تګ راتګ باندې د محدودیت په اړه معلومات د بهرنیو اتباعو د حقوقي موقف په برخه کې د قانون په 1408 ماده کې درج شوي دي. د تګ راتګ محدودیتونه کېدی شي د لېنکلشائر د کډوالو په معلوماتي سیستم کې د نوم لیکنې له نېټې وروسته د 6 میاشتو لپاره دوام وکړي. پناغوښتونکي د ایالتي ګارډ د خدماتي ادارې په استوګنځایونو، د سرحدي سیمو په چک پواینټونو او مرکزونو کې د ځانګړیو محدودیتو په پام کې نیولو سره ځای پرځای کېږي.

6 میاشتې وروسته، د کډوالو ریاست یا د سرحدي ګارډ خدماتي اداره د شرائطو ارزونه کوي ترڅو وپتېیي چې آیا داسې تضمین وجود لري چې دا ډاډ ترلاسه شي چې تاسو کولای شئ په یادو مرکزونو او استوګنځایونو کې پرته له دې چې له هغې پرېکړې وروسته چې ستاو په تګ راتګ یې بندیز لګولی، حداکثر د 6 میاشتو لپاره د تګ راتګ په برخه کې د آزادۍ په پام کې نیولو پرته، ځای پرځای شئ.

 لاندې شرائط د تېښتې د ګواښ تشخیصولو پورې تړاو لري:

  1. دا چې آیا تاسو داسې اسناد لرئ چې له مخې یې ستاسو د هوئیت تثبیت وشي او د مرستو لپاره مستحق وګڼل شئ؛
  2. دا چې آیا تاسو د محمې لخوا د توقیف یا حبس د پرېکړې لپاره د بدیل اقدام سره موافق یاست که څنګه؛
  3. دا چې آیا تاسو په مرکز کې له مېشت کېدو وروسته د مؤقتي اخراج له قوانینو سرغړونه کړې وي؛
  4. دا چې آیا تاسو په غیر قانوني ډول له پولو څخه د اوښتو په تور د خپلو تحقیقاتو په موده کې د پناغوښتنې په هغه دوسیه دوسیه باندې اعتراض کړی چې لا پخوا په غیر قانوني ډول له پولو څخه د اوښتو له امله د جرم د مخنیوي په موخه پیل شوې وه؛
  5. دا چې آیا دلته ستاسو حضور د عامو خلکو د مصؤنیت لپاره تهدید ګڼل کېږي؛
  6. دا چې تاسو د خپلې پنا غوښتنې د دوسیې د څېړنې پرمهال یا هغه مهال چې خپل هېواد ته د بېرته استولو ستونزه د طی مراحل کولو په حال کې وي، او تاسو د عامه مسؤلینو یا کارکوونکو سره همکاري نه کوئ؛
  7. او په هغه صورت کې چې د پناغوښتنې لپاره ستاسو د دوسې څېړل په جریان کې وي او تاسو په غیر قانوني ډول د لیتوانیا له جمهوریت څخه وتلي یاست او یا د وتلو هڅه کوئ.

که چېرې په مرکز کې تاسو ته طبي، ټولنیزه، تعلیمي او نور اړین خدمات یا د رواني روغتیا په برخه کې ملاتړ نه چمتو کېږي، نو پدې صورت کې ښائي تاسو وکولای شئ له مرکز څخه په مؤقت ډول او د مرکز د مدیر په اجازه د خدماتو د ترلاسه کولو او خوړو د رانیولو په موخه له مرکز څخه د باندې ووزئ.

کله چې د کډوالو د ریاست یا د ایالتي ادارې د سرحدي ګارد د خدماتو لخوا زما د تګ راتګ په اړه د ترسره شویې پرېکړې په اړه اعتراض لرم، څه باید وکړم؟

هغه پرېکړه چې کډوالو د ریاست یا ایالتي ادارې د سرحدي ګارد د خدماتي څانګې لخوا کېږي او له مخې یې په مرکز کې زما په تګ راتګ باندې محدودیت وضع کېږي، کېدی شي پروړاندې یې د پرېکړې له نېټې وروسته په 14 ورځو کې د استیناف غوښتنه وشي. تاسو دا حق لرئ چې محکمې ته د هغې پرېکړې د تعدیل لپاره د غوښتنې پرمهال د وړیا حقوقي مرستې غوښتنه وکړئ چې له مخې یې ستاسو په تګ راتګ باندې محدودیتونه وضع شوي دي. د محکمې هغه پرېکړه چې ستاسو استیناف غوښتنې ادعا نه تائیدوي، کېدی شي د لیتوانیا سترې محکمې ته د استیناف په موخه راجع شي. د لیتوانیا ستره محکمه باید ستاسو استیناف غوښتنه و ارزوي او پدې اړه د اسیتیناف لپاره د غوښتنې له نېټې وروسته په 10 ورځو کې د ننه خپله پرېکړه صادره کړي.

په کومو مواردو کې کېدی شي زه نظر بند شم؟

تاسو کېدی شي په لاندې شرائطو کې د محکمې لخو نظربند یا توقیف شئ:

1)               کله چې ستاسو د هوئیت او تابعیت د تثبیت په اړه تحقیق کېږي؛

2)               که چېرې تاسو لیتوانیا جمهوریت ته په غیر قانوني ډول د لیتوانیا جمهوریت له پولو اوښتي یاست؛

3)               د دې لپاره چې چې هغه شرائط رامنځ ته شي چې له مخې یې ستاسو د پناغوښتنې دوسیه پرمخ وړل کېږي (په هغه صورت کې چې د شرائطو په اړه معلومات د پناغوښتونکي له اجازې پرته نه شي ترلاسه کېدی)؛

4)               کله چې خپل اصلي هېواد ته ستاسو د بېرته استولو پرېکړه کېږي او تاسو بیا بیا د پنا غوښتنه کوئ؛

5)               کله چې کوم بل اروپایي هېواد ته ستاسو د پناغوښتنې د دوسیې د ارزونې په موخه تاسو کوم بل اروپایي هېواد ته استول کېږي؛

6)               کله چې د لیتوانیا په جمهوریت کې ستاسو حضور د یاد هېواد ملي امنیت او عامه هوساینې ته ګواښ ګڼل کېږي.

د توقیف لپاره ښائي لاندې بدیلونه د محکمې لخوا پلي شي:

1)               یوه ځانګړي د کډوالو ریاست یا د ایالت د سرحدي ګارډ خدماتي ادارې ته په مکرر ډول مراجعه کول؛

2)د کډوالو ادارې یا ایالتي اداې د سرحدي ګارد خدماتي ادارې ته خبر ورکول او همدارنګه د اړتیا په صورت کې هغوی ته د یوې اړیکې له لارې د خپل استوګنځي په اړه خبر ورکول؛

3)               د لیتوانیا هېواد یوه داسې تبعه یا کوم بل بېګانه شخص ته چې په غیر قانوني ډول په لیتوانیا کې استوګنه کوي د څارنیزو چارو سپارل ، په داسې حال کې چې یاد شخص دا ژمنه کوي چې له هغوی نه به ساتنه او مراقبت کوي؛

5) په مرکز کې د تګ راتګ د آزادۍ په برخه کې له محدودیت پرته د استوګنځي درلودل؛

6) په مرکز کې په داسې حالت کې د استوګنه کول چې یوازې په داخل کې د ګرزېدو حق ولرئ.

که چېرې تاسو د توقیف حکم لپاره پداسې حال کې د تعدیل غوښتنه کوئ چې غواړئ یوازې ژوند وکړئ، نو تاسو باید داسې اسناد چمتو کړئ چې له مخې یې دا ثابتېږي چې تاسو د استوګنې لپاره ځای لرئ او کولای شئ له هغه څخه ساتنه او مراقبت وکړئ او د رامنځ ته شویو طرزالعملونو او قوانینو تابعیت کوئ.

د څومره مودې لپاره کېدی شي زه نظر بند شم؟

د توقیق یا نظربندۍ او د دې لپاره د بدیل اقدام پرېکړه د محکمې لخوا کېږي. د محکمې د پرېکړې له مخې د توقیف لپاره معمولا تر 6 میاشتو پورې غوښتنه کېږي یا هم د دغې پرېکړې لپاره بله بدیله چاره لټول کېږي. د توقیف مودې په پای کې به محکمه ستاسو د توقیف لپاره د اساس یا زمینې ارزونه کوي. د توقیف یا حبس موده کېدی شي تر 6 میاشتو پورې تمدید شي. که چېرې ستاسو د پناغوښتنې دوسیه رد کېږي او داسې پرېکړه کېږي چې تاسو باید خپل اصلي هېواد ته واستول شئ، کېدی شي تاسو د 18 میاشتو لپاره نظر بند یا توقیف شئ.

آیا کولای شم د محکمې د هغې پرېکړې په اړه اعتراض وکړم چې له مخې یې توقیف کېږم؟

د محکمې هغه پرېکړه چې له مخې یې زه توقیف کېږي یا زما د توقیف لپاره بدیل اقدام وړاندې کېږي، کېدی شي د لیتوانیا سترې محمکې ته د استیناف په موخه راجع شي. د لیتوانیا ستره محکمه باید ستاسو استیناف غوښتنه و ارزوي او پدې اړه د اسیتیناف لپاره د غوښتنې له نېټې وروسته په 10 ورځو کې د ننه خپله پرېکړه صادره کړي.

که چېرې تاسو توقیف شوي یاست او تاسو فکر کوئ چې ستاسو د توقیف وجه نوره پای ته رسېدلیې، کولای شئ پدې صورت کې هم محمکې ته د خپل توقیف د صادر شوي حکم په اړه عرض وړاندې کړئ. کله چې تاسو د خپل توقیف په اړه محکمې ته د استیناف غوښتنه کوئ، کولای شئ د وړیا حقوقي مرستې لپاره په شرائطو برابر وئ.

د پناغوښتنې د ارزونې په موده کې کوم حقوق لرم؟

د یوه پناغوښتونکي په حیث، تاسو د لیتوانیا په جمهوریت کې لاندې حقوق لرئ:

1)               د لیتوانیا جمهوریت د ملي انستیتیوت د توقیف ځایونو او همدارنګه د په سرحدونو او ترانزیتي سیمو د چک پواینټونو لخوا په چمتو شوي مرکز کې د استوګنې پرمهال د موادو د ترلاسه کولو د شرائطو له امتیازاتو (لکه استوګنځي، خوړو او جامو) څخه د استفادې په صورت کې؛  

2)               له مصارفو پرته ستاسو د حقونو او مسؤلیتونو په اړه او همدارنګه د پناغوښتنو په موخه د غوښتنلیک او هغو معلوماتو د ارزونې پرمهال چې د پناغوښتنې د ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیک ارزونه کېږي، د هغوی د شرائطو سره د عدم تطابق په اړه د معلوماتو ترلاسه کول؛

3)               د پنا اخیستنې په موخه د غوښتنلیک اړنده رسمي اسنادو مدیریت؛

4)               د ایالتي ادارې لخوا له اعطا شویو حقوقي مرستو څخه استفاده؛

5)               په هغو مواردو کې د حمل ونقل له وسائلو څخه د استفادې لپاره د تاوان ترلاسه کول چې د پناغوښتنې په ترلاسه کولو پورې تړاو لري؛

6)               د ژباړې له خدماتو څخه د وړیا استفادې حق؛

7)               د بهرنیو اتباعو د ثبت په مرکز یا د کډوالو د هرکلي په مرکز کې د وړیا طبي پالنې، رواني درملنې او ټولنیزو خدماتو ترلاسه کول؛

8)               د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوعالي کمېشنرۍ او نورو هغو بنسټونو ته غوښتنه کول چې د پناغوښتونکو لپاره ځانګړیې وړیا حقوقي مرسته او مشوره چمتو کوي او هغوی په هغو شرائطو باندې د برابرېدو لپاره چمتو کوي چې له د شخصي حریم په اړه اطمینان ورکوي (لکه له پولو څخه د اوښتو نقطې او ترانزیټي زونونه؛

9)               وروسته له هغې چې د تر ګواښ لاندې کسانو په لېست کې شاملېږئ، د قبولۍ له هغو امتیازاتو څخه استفاده کول چې د هغوی ځانګړیې اړتیاوې پوره کوي؛

10)              هغه حق چې له مخې یې کوچنیان کولای شي له عمومي زده کړې یا مسلکي پروګرامونو په تعقیب سره د پناغوښتنې د ترلاسه کولو له نېټې وروسته حداکثر په 3 میاشتو کې په ښوونځیو کې د زده کړې لپاره په شرائطو برابر ګڼل کېږي؛

11)              د کار کولو حق، که چيري د کډوالو ریاست د پناغوښتونکي د تېروتنې له امله د غوښتنلیک د سپارلو له نېتې وروسته په 6 میاشتو کې د ننه په لیتوانیا کې د پنااخیستنې په اړه تصمیم نه وي نیولی.

 که چېرې د کډوالو د پراخ یون له امله داسې نظامي حالت، بیړنی حالت یا د غمیزو د مدیریت حالت اعلان شوی وي چې په عیني او مؤجه دلائلو یې تضمین نه شي کېدی، ښائي د پورتنیو پناغوښتونکو حقوق په مؤقت او متناسب ډول محدود شي. د لګول شویو محدودیتونو سره سره، د پناه غوښتونکي حق د مادي استقبال شرایطو ته، د لازمي طبي پاملرنې چمتو کول او د دولت لخوا تضمین شوي قانوني مرستې باید تل تضمین شي، او د زیان منونکو خلکو لپاره هم باید د استوګنې شرایطو ته لاسرسی ولري چې د دوی ځانګړي اړتیاوې پوره کوي.

د پناغوښتنې د طی مراحل کولو په جریان کې زما مسؤلیتونه څه دي؟

تاسو د یوه پناغوښتونکي په حیث لاندې مسؤلیتونه لرئ:

1)               د لیتوانیا جمهوریت د اساسي قانو، عمومي قوانینو او نور حقوقي مادو تائیدول؛

2)               د کډوالو د ریاست او محکمې د پرېکړې له مخې د پناغوښتونکو لپاره د تشرېح شویو دندو ترسره کول؛

3)               د روغیتایي معایناتو د ترسره کولو لپاره زمینه رامنځ ته کول؛

4)               ټول موجود اسناد او د پناه غوښتنې د دلایلو بشپړ او دقیق توضیحات وړاندې کول، د پناه غوښتونکي هویت او همدارنګه د لیتوانیا جمهوریت کې ستاسو د ننوتلو او پاتې کیدو شرایط او د لیتوانیا په جمهوریت کې د عامه چارواکو سره همکاري کول. د پناه غوښتنې د ازموینې په ترڅ کې با صلاحیته چارواکي؛

5)               د چارواکو لخوا د مرکې پرمهال

 ، چې د ستاسو د پناغوښتنې وړاندیزونه ترلاسه کېږي په لیکې بڼه او آزاد ډول د هغو منابعو او شتمنیو اعلانول چې د لیتوانیا په جمهوریت کې ترلاسه شویې دي، همدارنګه د کډوالو ریاست ته په کتبي او آزادانه ډول د هغو مرستو اعلانول چې د لیتوانیا په جمهوریت کې د پاتې کېدول پرمهال یې د حقونو په چاوکاټ کې ترسره کېدې او د هغو د ترلاسه کولو له نېټې درۍ ورځې وروسته د هغو اجرا کول؛

6)               په هغه صورت کې په استوګنځي کې د بدلون پرمهال د کډوالو ریاست ته خبر ورکول چې د کډوالو ریاست داسې پرېکړه کړیې وي چې له مخې یې په استوګنځي کې د اوسېدو لپاره زمینه مساعدېږي؛

7)               د پناغوښتنې لپاره د غوښتنلیک د ارزونې پرمهال د کډوالو د ریاست له اجازې پرته د لیتوانیا جمهوریت نه ترک کول.

د مهمو اړیکو په اړه معلومات:

د کډوالو ریاست

L. Sapiegos g. 1, 10312 Vilnius,

 تلفون. +370 527 17112 or 8 707 67000

ایمېل: info@migracija.gov.lt

http://www.migracija.lt

Pabradė د بهرنیو اتباعو د نوم لیکې مرکز

Vilniaus g. 100, 18177 Pabradė, Švenčionys district

تلفون. +370 387 53401

ایمېل:urc.sekretore@vsat.vrm.lt

 Medininkaiد بهرنیو اتباعو د نوم لیکې مرکز

Pasieniečių g. 11, Medininkų kaimas, Vilniaus rajonas

تلفون. +370 687 58406 or +370 646 64688 

 ایمېل: v03358@vsat.vrm..lt

 Kybartaiد بهرنیو اتباعو د نوم لیکې مرکز

J. Biliūno g. 14B, Kybartai, Vilkaviškio rajonas

تلفون. +370 695 60409 or +370 646 64621

 ایمېل: kybartu.urc.budetojas@vat.vrm.lt

 Rukla د کډوالو د قبلونې مرکز

Karaliaus Mindaugo g. 18, 55283 Rukla, Jonava district

تلفون. +370 349 73377, +370 698 48776

ایمېل:centras@rppc.lt

 http://www.rppc.lt

Naujininkai د کډوالو د قبلونې مرکز

A. Jaroševičiaus str. 10B, Vilnius

تلفون. +37067941315 or +37067214051

 ایمېل: naujininkai@rppc.lt

 د دولت لخوا اعطا کېدونکې حقوقي مرسته

ایمېل:teisines.paslaugos@migracija.gov.lt

د لیتوانیا په جمهوریت کې کډوالو ته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR)

A. Jakšto g. 12, 01105 Vilnius,

 تلفون. +370 521 07416

ایمېل: swestprotection@unhcr.org

 http://www.unhcr.se/lt/home.html

 UNHCR یا د کډوالو لپاره دملګرو ملتونو عالي کمیسیاري د پناغوښتنې د طرزالعملونو او په لیتوانیا کې د موجوده پناغوښتونکو او کډوالو په اړه معلومات او مشوره وړاندې کوي.

د کډوالو لپاره نړیوال سازمان (IOM)، د وېلېنیوس دفتر

 A. Jakšto g. 12, 01105 Vilnius,

تلفون. +370 526 10115

ایمېل:iomvilnius@iom.lt

 http://www.iom.lt

 IOM د هغو کډوالو لپاره مرستې چمتو کوي چې په خپله خوښه خپل اصلي هېواد ته ستنېږي او کډوالو د اړتیاو مطابق هغوی سره خپل هېواد ته په خوندي ډول د ستنېدو په برخه کې مرسته کوي. همدرانګه IOM د هغو افرادو لپاره کورنۍ سره د بېرته یو ځای کېدو په برخه کې مرسته چمتو کوي چې خپل هېواد کې د بېرته مېشت کېدو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

په لیتوانیا کې د سره صلیب ټولنه

L. Juozapavičiaus g. 10A, 09311 Vilnius,

تلفون. +370 521 27322

 ایمېل:legal@redcross.lt

 http://www.redcross.lt

 په لیتوانیا کې د سره صلیب ټولنه حقوقي او بشري مرسته او همدارنګه د کورنیو د غړیو او د هغوی د خپلوانو د پلټنې په برخه کې همکاري کوي.

Caritas of Vilnius Archdiocese

Kalvarijų g. 39, Vilnius

تلفون. تلفون. +370 673 24225

ایمېل: kulturunamai@vilnius.caritas.lt

 http://www.vilnius.caritas.lt

د دغه لارښود له مخې هغه معلومات خلص شوي دي چې د پناغوښتنې د طرزالعملونو، د پناغوښتونکو د اصلي حقونو او مسؤلیتونو او همدارنګه د دغو مسؤلیتونو څخه د سرغړونې په صورت کې د ناوړه پایلو په اړه دي. له دغه لارښود څخه اصلي هدف دا دی چې معلوما وړاندې کړي، دا ځکه چې پدې کې د هېڅ ډول حقونو او مسؤلیتونو په اړه یادونه نه ده شویې. که چېرې تاسو په دغه لارښود کې د درج شویو معلوماتو په اړه نورو توضیحاتو ته اړتیا لرئ یا غواړئ د خپلې پنا غوښتنې د ارزونې په اړه معلومات ترلاسه کړئ، مهرباني وکړئ د کډوالو ریاست سره په اړیکه کې شئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د اضافي سپارښتنو او مشورو لپاره په لیتوانیا کې د سره صلیب د حقوقي خدماتو د ټیم سره د legal@redcross.lt ایمېل یا + 37052127322 شمېرې له لارې په اړیکه کې شئ.